په يوه مياشت کې د پنځه سوه اووه نوي ماينونو کشف .

کابل_ باختر دثور دريمه :
دهيوادپه بيلابيلو  ولايتونوکې دتيرې يوې  مياشتې په بهير کې  پنځه سوه اووه نوي ماينونه کشف اوترلاسه شوي دي .
دملي امنيت دادارې مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبر ورکړ ، دخوست  ،بلخ ، ننګرهار ، هرات ، لوګر ، قندهار ، پکتيا ، پکتيکا ، جوزجان ، سرپل، نيمروز ، بغلان ، ميدان وردګو ،غور ،بدخشان  ، زابل ، تخار ، ارزګان او دکابل  دولايتونو  دملي امنيت  درياست  موظفينو دروان کال دوري په مياشت کې  وکولى شول  چې دوسايطو ضد پنځه سوه اووه نوي ماينونه ، اووه بوشکې چاويددونکي توکي  ، دوه ويشت کلاشينکوفونه ، شپږ سوه دوه نوي کيلوګرامه  نشه يي توکي  ،  له دري څلويښتو  صندوقو ګوليو سره يې  دوه داشکې ، يوه پيکا ، سل  لاسي بمونه  ،پنځه ټي ټي تومانچې ، درې  مکاروف تومانچې او درې زره څلور سوه پنځلس  ډول ډول ګولۍ  ددغو ولايتونو په مربوطاتو کې  کشف او ترلاسه کړي .
دغه راز دملي امنيت  دلوى رياست دموظفينو او دسولې دټينګښت دبهير  دمسوولينو  دهلوځلو له امله  يو څلويښتو تنو  وسله وال مخالفينو   دهلمند ، فارياب  ، پکتيااو دکونړ په ولايتونوکې  دخپلوخلکو  او دولتي واکمنۍ  پرخلاف  دوسله والى  جګړې  له دوام څخه لاس اخستي دي  او دسولې او امن  په فضا کې  دنوى ژوندانه  دپيل لپاره  له خپلو وسلو اومهماتو سره  ددولت  له ليکو سره  يوځاى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته