امنیت

په يوه توطيه کې ددريو تنو پوځيانو شهادت .

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه :
دسمنګانو ولايت دکوزدره صوف  په ولسوالۍ کې دپوليسو په امنيتي پوستو دطالبانو په وسله وال بريد کې دپوليسو درې  تنه سرتيري  ووژل شول .
  دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو مسوول دويم څارن منير رحيمي دباختراژانس خبريال ته وويل :دغه سرتيري  هغه وخت شهيدان شول چې ددغې پوستې  يوه سرتيري دطالبانو له ډلې سره اړيکې ونيولې او پوسته يې هغوى ته وسپارله .
ده وويل چې ددغې توطيې  له امله طالبانو اووه ميله وسله چې دوه کلاشينکوفونه ، درې څلويښت ډزى  ، يوه پيکا ماشينګڼه  اويوتوغندى ويشتوونکى له ځان سره وړي دي .
له بلې خوا دکوز دره صوف ولسوالۍ امنيه  قوماندان دويم څارن عبدالله ظفري وويل :دغه سرتيرى چې دطالبانو له ډلې سره يې اړيکې لرلې دغې ولسوالۍ د مقصود دکلي  اوسيدونکى دى او دغه کلى دطالبانو ترواکمنۍ لاندې دى .
دده دڅرګندونوله مخې :ددغو سرتيرو دوو تنو ضمانت کړى و چې له پيښې وروسته يو تضمين کوونکى نيول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته