په يوه ترافيکي پيښه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باخترد لړم  پنځلسمه :
په زابل ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله درې تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه پرون ناوخته  دکابل _ قندهار په لويه لاره کې دشاه جوي په ولسوالۍ کې  هغه وخت رامنځته شوه چې يو بار وړونکي تيلر له يو کرولا  موټرسره ټکر وکړ
دزابل ولايت دشاه جوي ولسوال عبدالخالق  ايوبي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې  پيښه کې  درې تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
  عيني شاهدان وايي دغه پيښه  ډيره سخته  وه  او دواړو موټر چلوونکو دبې احتياطي له امله رامنځته شوه .
دزابل په مرکزي روغتون کې ډاکترانو دټپيانو حالت خراب بللي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته