ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې يو تن ووژل شو او څلور تنه نور ټپيان شول

کابل – باختر دکب دمياشتې ١١
په  سمنګانو ولايت کې تيرماښام ديوې ترافيکي پيښې له امله يو تن  ووژل شو
  او  د د دوو تنو بهرنيو اتباعو په ګډون  څلور تنه نور ټپيان شول.
د سمنګانو ولايت  دامنيې قوماندانۍ  دترافيکو مدير سمونمل عبدالقدير پنجشيري باختر آژانس ته  ته وويل   : دغه پيښه   دمزارشريف _ ايبکو په واټ
کې  دحضرت سلطان ولسوالۍ  ته څيرمه   دشورقل په سيمه کې له يوې ټيلري واسطې سره دتيلو ديوټانکر دټکر له امله رامنځته شوه.
په دې  پيښه کې دټيلري واسطې چلوونکى ووژل شو او ددوو تنو تاجکستاني اتباعو په ګډون څلور تنه نور ټپيان شول.
په همدې حال کې  دروغتون يو مسوول  محمدهارون پيمان وويل  ددغې پيښې  ديو تن ټپي روغتيايي حالت خراب دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته