کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٣
دسمنګانو ولايت دکوز دره صوف په ولسوالۍ کې د ترافيکي پيښې له امله يو تن ووژل شو او څوارلس تنه نور ټپيان شول.
دکوزدره صوف ولسوال فخرالدين مبارز وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يو فلانکوچ ډوله موټر چې دسرپل ولايت د بلخاب له ولسوالۍ څخه دبلخ ولايت په لور روان و د لارې په اوږدو کې دکوز دره صوف ولسوالۍ په بلوڅو سيمه کې له يوه کاماز موټر سره ټکر وکړ او له امله يې يو تن ووژل شو او د يوې ښځې په ګډون څوارلس تنه نور ټپيان شول.
خبرځاى وويل چې ددغې پيښې علت دوسايطو دچلوونکو بې احتياطي ويل شوې ده.
د پيښې ټپيان دسمنګانو ولايت مرکزي روغتون ته ليږدول شوي او د روغتون د روغتيايي مسوولينو دڅرګندونو له مخې : ددغې پيښې دشپږو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
0 1 دقیقه لوستل