په يوه ترافيکي پيښه کې ديارلسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
کابل باختر دوږې اوومه :
دسمنګانو ولايت په مربوطاتو کې پرون دترافيکي پيښې له امله يو تن ووژل شو او دولس تنه نور ټپيان شول .
دسمنګانو ولايت دترافيکو دمديريت دپيښو دڅيړنې آمر سمونوال عبدالرزاق دباختراژانس خبريال ته وويل: دايبکو او پلخمري ترمنځ دلويې لارې په اوږدو کې دايبکو ښار پورې اړوند دسنګ شکن په سيمه کې يوه کرولا موټر چې له پلخمري څخه ايبکو ته روان و له يوه سراچه ډوله موټر سره چې له مقابل لوري څخه روان و ټکر وکړ .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې پيښه کې يوه پنځه ديرش کلنه ميرمن ووژل شوه او ديوې ښځې، دريو تنو ماشومانواو اتو نارينه و په ګډون دولس تنه ټپيان شول .
ويل کيږي چې دپيښې ټپيان دبغلان ، جوزجان او دبلخ دولايتونو اوسيدونکي دي .
دسمنګانو دولايتي روغتون نوکريوال ډاکتر مقبل عزيزي وايي چې ددغې پيښې ددريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى او ددرملنې لپاره دبلخ ولايت ته ليږدول شوي دي .
دپيښو دڅيړنې آمر زياته کړه چې دروان کال په پنځو مياشتو کې دکابل _ مزارشريف دلويې لارې په اوږدو کې دسمنګانو ولايت په مربوطاتو کې دترافيکي پيښو له امله ديارلس تنه وژل شوي او دوه اويا تنه نور ټپيان شوي دي .