ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې دوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١
په جوزجان ولايت کې نن سهار په يوه ترافيکي پيښه کې يو تن ووژل شو او يو تن بل ټپي شو .
دجوزجان ولايت د ترافيکو مدير دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د شبرغان – سرپل په لويه لاره کې له يوې زغروالې واسطې سره د يو سراچه موټر د ټکر له امله رامنځته شوه چې د سراچه يوه سپرلۍ ووژل شوه او يوه بله سپرلۍ ټپي شوه.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې د دغې پيښې د ټپي روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته