په يوه ترافيکي پيښه کې دوه تنه ووژل شول

کابل-باختر- دچنګاښ دمياشتې ٢٣
په باميانو ولايت کې نن د يوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.
دباميانو ولايت د امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونمل محمد علي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه دباميان ولايت د ورث ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه؛ يو فلاينکوچ موټر چې له کابل څخه د دايکنډي په لور روان و؛ له واټ څخه وخوت او چپه شو.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې پيښه دوه تنه نارينه ووژل شول او د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه ټپيان شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: ټپيان ډير ژر د ورث روغتون ته وليږدول شول او د روغتون د مسوولينو دڅرګندونو له مخې د څلورو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى.
ده د دغې پيښې علت دموټر چلونکى بې احتياطي وباله او ويې ويل چې د فلاينکوچ موټر ټول مسافرين د دايکنډي ولايت اوسيدونکي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته