په يوه ترافيکي پيښه کې درې تنه ووژل شول .
کابل باختر دلړم اوومه :
دخنجانو په ولسوالۍ کې نن په يوه ترافيکي پيښه کې درې تنه ووژل شول .
دخنجانو ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال حبيب الله مقصودي دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه هغه وخت وشوه چې يو تيلري ټانکر له پلخمري څخه کابل ته روان و چې دزياتې چټکتيا له امله دسه پيچ ګولاي کې له واټه ووت وله يوه سراچه موټر سره د ټکر په وخت کې دواړو چپه شول .
خبرځاى زياته کړه تيلري موټر له چپه کيدو وروسته اور واخيست او په پايله کې يې دټانکر دوه سپرلي او دسراچه موټر يوه سپرلۍ ووژل شوې .