ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې اته تنه ووژل شول .

کابل باختر دکب اته ويشتمه :
دفارياب ولايت په مربوطاتو کې تيره شپه په يوه ترافيکي پيښه کې اته تنه ووژل شول .  دفارياب دوالي وياند احمدجاويد بيدار  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه له واټ څخه ديوه سراچه ډوله موټر داوښتو له امله  رامنځته شوه  چې د ګرزيوان  ولسوالۍ دپخل لوز له کلي څخه ددغې ولسوالۍ مرکز ته روان و .
بيدار ددغې پيښې علت اورښتونه او دواټ خرابوالى وباله او ويې  ويل چې په دې پيښه کې دڅلورو تنو ښځو په ګډون ددغه موټر اته تنه سپرلۍ له منځه  تللې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته