کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٩
دافغانستان په جنوب کې دپوځي عملياتو په بهير کې پنځه شپيته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو ديرش تنه نوريې ټپيان شول دغه عمليات دتيرې يوې اوونۍ په بهير کې دملي اردو دځواکونو له خوا دقندهار او روزګان دولايتونو په ځينو سيمو کې ترسره شوي دي .
د ٢٠٥ اتل قول اردو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو عملياتو کې پنځه شپيته تنه وسله وال طالبان ووژل شوې او يو ديرش تنه نوريې ټپيان شوې دي.
ده وويل ددغو عملياتو په بهير کې په لسګونو کلي دتروريستي ډلو له شتون څخه پاک شوي دي او خلکو ته دعادى ژوندانه دبيا پيلولو زمينه برابره شوې ده.
تراوسه پورې پوځي مقاماتو په دغو عملياتو کې دپوځيانو دسر داحتمالى زيان په باب څه نه دي ويلي.