اقتصاد

په يوشمېر ولايتونو کې د ميوو بڼونه جوړېږي

کابل / د چنګاښ ۲۵مه / باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په يوشمېر ولايتونو کې د ميوو د نويو بڼونو د جوړولو خبر ورکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولين وايي چې په دغو بڼونو کې د خرما، زردآلو، شکر پارې، ګيلاس، مڼو، ستروسو او عنابو نيالګي کېنول کېږي چې د جوړولو ۶۵ سلنه کار یې بشپړ شوى دى.
ويل کېږي دغه بڼونه په هلمند، قندهار، نيمروز، فراه، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، روزګان، کابل، غزني، پروان، لوګر، هرات، باميانو، زابل، ميدان وردګو او فراه کې دي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته