کابل باختر د تلي شپاړسمه :
د پوليسويوسلو څلور ديرش تنه منسوبين دکورنيو چارو وزارت دعامه ساتنې او امنيتي تصدي دمعينيت د روزنيز کورس له اووه ويشتمي دورې څخه دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبر ورکړ :
دغو کسانودکورنيو او بهرنيو ښوونکو په واسطه څلوراوونۍ زده کړې کړي دي .
دفراغت دسندونو دويشلو په مراسمو کې دتعليمي مرکز قوماندان سمونوال عبدالغفار هوتک او دکورنيو چارو وزارت دعامه ساتني او امنيتي تصدي دمعينيت عملياتي لوى رييس خبرې وکړې او دپوليسودمسلکي پوهې دکچې په لوړولو يې ټينګار وکړ .
0 د یوې دقیقې څخه لږ