نړۍ

په يمن کې ديوه ايراني ديپلومات د وژل کيدو په اړوند د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت غبرګون.

تهران-  وي  او اې – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
د  ايران د  اسلامي جمهوريت  د  بهرنيو چارو وزارت  پرون په تهران کې  د   يمن دسفارت شارژدافير په دغه هيواد کې ديو ايراني ديپلومات د وژل کيدو له امله راوباله.
دايران دخبرځايونو دخبرله مخې :  په دې کتنه کې په يمن کې په  ايراني ديپلومات دبريد دعاملينو دمجازاتو او څارنې په اړتيا ټينګار شوى دى .
په عربي او افريقايي چارو کې دايران دبهرنيو چارو وزارت مرستيال حسين امير عبدالهيان دغه ديپلومات ٥٧   کلن ابولقاسم اسدي بللى دى چې دوه   ورځې مخکې دناپيژندل شويو وسله   والو کسانو له خوا د يمن په   پايتخت صنعا کې
ووژل شو.
دايران دبهرنيو چارو وزارت وياندې مرضيې افخم هم دغه بريد تروريستي بللى
او ويلي يې دي  چې ايران به دموضوع اړخونه  په جديت سره  تعقيب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته