نړۍ

په يمن کې ددغه هيواد او امريکايي الوتکو د بريدونو دتلفاتو شمير ٢٤ تنو ته زيات شو .

-صنعا  باختر دوري   يو ويشتمه

 ديمن  ددفاع وزارت او دقبيلي رييس ويلي دي  چې ديمن په جنوب  ختيځ کې دالقاعده   په يو پټنځاى ددغه هيواد دهوايي بريدونو له امله دالقاعده دشبکي په غړيتوب څلور ويشت تنه مشکو ک کسان وژل شوي دي .

 دفرانسې دخبري اژانس دخبر له مخې شپاړس تنه ديمن دهوايي ځواکونو په بريد کې او دالقاعده  اته تنه نور مشکوک کسان چې غوښتل يي  د خپل ليږدونکي موټر په واسطه توغندي ديمن ختيځو  سيمو ته وليږدوي دسرکي شيوا په ولايت کې دبي پيلوټه امريکايي الوتکي په بريد کې ووژل شول .

 دخبرځاى   په خبره دامريکا جاسوسي الوتکو دغه راز دبيلابيلو سيمو دپاسه په تيره  بيا په هغو سيموچې دالقاعده سنګرونه پکي دي الوتني کولي .

 امريکا وايې دي چې په يمن کې ميشت القاعده دعربو په ټاپو کې دنړۍ  دتروريستې شبکي   فعاله څانګه ده او دامريکا له زياتي راپديخوا څخه  يمن ته دتروريزم پرخلاف  د جګړي په پاملرنه کې ځاى و رکړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته