۱۰۰ ورځې

په ولايتونو کې دجمهوري رياست دنوماندانو انتخاباتي مبارزې جدي شوي دي

کابل باختر دکب دمياشتې ١  :
دجمهوري رياست نوماندانو دانتخاباتي مبارزو له پيل څخه  داتلسو ورځو په تيريدوسره دغو نوماندانو  خپلي انتخاباتي مبارزې  دکابل له محدودې څخه ولايتونو ته  پراخې کړي .
دتخار ولايت  درستاق ولسوالۍ يو زيات شمير اوسيدونکو ديوې غونډې په ترڅ کې  له ډاکتر عبدالله عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلام  کړ او په هيواد کې دمثبتو بدلونونو په راوړلو کې يې دده پروګرامونه  مهم وبلل .
دغه راز دمرکزي بغلان يوشمير اوسيدونکو دورته  غونډو په  جوړولو سره له ډاکتر زلمي رسول څخه خپل ملاتړ اعلام کړ او ويې ويل  :  چې دده کاري پروګرامونه او ستراتيژۍ کولاى شي په هيواد کې زياتې ستونزې لرې  کړي .
دا په داسې حال کې ده  چې پرون هم   دجمهوري رياست دنوماندانو په ملاتړ په خو ولايتونو کې  غونډې  جوړې شوې وې .
دکندز ولايت يو زيات شمير اوسيدونکو  ديوې پراخې غونډې په  جوړولو سره اشرف غني احمدزى دنظر وړ کانديد وباله  او په بادغيس کې دډاکتر عبدالله او
د ډاکتر زلمي رسول انتخاباتي مرکزونو په فعاليت پيل  وکړ او په قلعه نو کې  د دغو دوو تنو نوماندانو په پلوي  غونډې   جوړې شوې .
دزابل ولايت په مرکز قلات ښارکې  دعبدالقيوم کرزي په پلوي غونډه  جوړه شوه او دهغه ملاتړ وشو.
دکونړ په اسعدآباد کې دزلمي رسول په پلوي  غونډه جوړه شوه اوپه ننګرهار کې  دډاکتر زلمي رسول  او ګل آقا شيرزي په پلوي دوه  جلاجلا غونډې  جوړې شوې او دهغوي ملاتړ وشو او دزابل ولايت  يوشمير اوسيدونکو  دقطب الدين هلال په پلوي  غونډه وکړه . او ډاکتر عبدالله عبدالله دسروبي دسلګونو تنو اوسيدونکو په غونډه کې ګډون وکړ او هغوي ته يې خپل پروګرامونه بيان کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته