امنیت

په ولايتونوکې د راى ورکولو د مرکزونو د امنيت څرنګوالى وڅيړل شو

کابل باختر دوږي  اووه ويشتمه :
دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين دکابل په ګاونډيو ولايتونوکې د راى  ورکولو د مرکزونو د امنيتي حالت  څرنګوالى وڅيړه .
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين لوى پاسوال محمد ايوب سالنګي د کابل ولايت په شپږو ګاونډيو ولايتونوکې د جمهوري رياست د انتخاباتو د راى ورکولو د مرکزونو  د امنيت د تامينولو د څرنګوالى دڅيړنې لپاره ددغه وزارت له يو شمير رييسانو  او جنرالانو سره پرون د لغمان ولايت ته سفر وکړ.
  په هغې غونډه کې چې د هيواد دشمال ختيځو ولايتونو د راى ورکولو دمرکزونو د امنيتي حالت د څيړنې په مقصد دکورنيو چارو وزارت د ستر امنيتي معين،  د٢٠١ سيلاب قول اردو دقوماندان ، دشمال ختيځ زون  د همغږۍ د رييس او د ملي دفاع وزارت د اوپراسيون د رييس د ننګرهار او پروان د ولايتونو د امنيه قوماندانانو، دلغمان او پنجشير دولايتونو  دامنيت دآمرانو ، دلومړى لمبرسرحدي لوا دقوماندان، دانتخاباتو دخپلواک کميسيون د استازى او د سيمه ئيزو ارګانونو د استازى په ګډون، د ٢٠١ سيلاب قول اردو د قوماندانۍ په مرکزکې جوړه شوې وه؛ د هيوادپه شمال ختيځو ولايتونوکې دراى ورکولو دمرکزونو دامنيت دتامينولو څرنګوالى وڅيړل شو .
په دې غونډه کې د ننګرهار، لغمان او د پروان د ولايتونو امنيه قوماندانانو ددغو ولايتونو په يو شمېر لرې پرتو سيموکې دځينو امنيتي ګواښونو دشتون خبر ورکړ او ددغو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره يې دګډو عملياتو په ترسره کولو باندې ټينګار وکړ .
د يادونې وړ ده چې د راى ورکولو دمرکزونو دامنيتي حالت څيړنه په راتلوونکو ورځوکې دکورنيو چارو وزارت يو کاري پروګرام دى او په همدې مقصد د هيواد ټولو زونونوته ددغه وزارت د ستر امنيتي معين سفرونه به  دوام ومومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته