۱۰۰ ورځې

په ولايتونوکې د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون ولايتي دفترونه په نږدې راتلوونکې کې په کار پيل کوي

کابل باختر د کب لسمه :
په داسې حال کې چې د آزادو او عادلانه انتخاباتو مرکز ټينګارکوي چې د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون د ولايتي دفترونو په پرانستلوکې ځنډ به په دغه بهيرکې د ستونزو د پيداکيدوسبب شي د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون ويندوى وايي چې په ډير لنډ ممکن وخت به ددغه کميسيون ولايتي دفترونه په ولايتونوکې پرانستل شي.
د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون ويندوى نادر محسني دباخترآژانس له خبريال سره په خبروکې وويل: ددغه کميسيون يوشمېرولايتي غړي اړوندو ولايتونو ته تللي دي او تر راتلونکو څو ورځو پورې يعنې د ولايتي شوراګانو د نوماندانو د انتخاباتي مبارزوله پيل کيدو سره جوخت به په خپل کار پيل وکړي .
نږدې دوه اوونۍ مخکې د دغه کميسيون يوسلو دوو تنو ولايتي غړو د لوړې  مراسم پرځاى کړل او ويې ويل چې له دغو مراسمو وروسته به ولايتونوکې په کار پيل وکړي. خو د انتخاباتو يوشمېر څارونکي بنسټونه د ولايتي دفترونو په پرانستلوکې ځنډ له انديښنو ډک بولي.
د آزادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ ويندوى فهيم نعيمي دباخترآژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل: د قانون تطبيق، د شکايتونو او د انتخاباتي سرغړونو راټول اوڅيړنه د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون صلاحيتونه دي چې د انتخاباتي دفترونو په پرانستلوکې ځنډ ددغه کميسيون کمزورتيا ښيي.
  ده زياته کړه: که چيرې په ډير لنډ ممکن وخت کې ولايتي دفترونه خپل کار پيل نه کړي؛ ښايي په راتلوونکي کې به زياتې ستونزې را ولاړې شي.
دجمهوري رياست دنوماندانو انتخاباتي مبارزې د روان کال د سلواغې دمياشتې په ديارلسمه نيټه پيل شوې دي او ټاکل شوې ده د ولايتي شوراګانو د نوماندانو انتخاباتي مبارزې هم د روان کال دکب دمياشتې په ديارلسمه نيټه پيل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته