نړۍ

په وزيرستان کې د هوايي بريد له امله ٣٠ تنه ووژل شول

ميرامشاه باختر دکب شپږمه :
دپاکستاني جنګي الوتکو په نننيونويو بريدونوکې دشمالي او جنوبي وزيرستان په قبايلي سيموکې دطالبانو پټنځايونه بمباري کړل چې له امله يې ٣٠ تنه ووژل شول.
باخترآژانس د دې نيوز انټرنشنل انترنتي سايټ له خولې خبر راکړ: د امنيتي ځواکونو د شمالي وزيرستان د قبايلي سيمې په بېلابېلو برخوکې د طالبانو د پټنځايونو پرخلاف يولړ عمليات ترسره کړل چې له امله يې دولس تنه مليشې ووژل شوې او د شوال په ناحيه کې دطالبانو يو مهم مرکز دړې  وړې شوې.
دجنوبي وزيرستان په قبايلي سيمه کې هم د هوايي بريدونو له امله پنځلس تنه ووژل شول .
په څو تيرو ورځوکې له کرښې اخوا په قبايلي سيموکې هوايي بريدونو زوراخستى دى چې په لسګونوتنه طالبان پکې وژل شوي دي.
تراوسه پورې معلومه نه ده چې په وژل شويوکسانو او ټپيانوکې څومره ملکي وګړي شامل دي ؟
دشمالي وزيرستان يوشمېر اوسيدونکي دپاکستاني پوځيانو ديرغل د اټکل له مخې له خپلو کورونو اوکليو څخه وتلي دي او د بنو، کوهاټ ، او پيښور ښارونو ته تللي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته