په ورکزو ايجنسي کې شپږ تنه ووژل شول
پيښور باختر د تلي دوه ويشتمه
دخيبر پښتونخوا ايالت دورکزو ايجنسي په قبايلي سيمو کې ددوو ډلو ترمنځ نښته کې نن شپږ تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
په دې نښته کې چې نن دمموزو په سيمه کې وشوه او دواړو ډلو درندې وسلې پکې وکارولې ددواړو لورو ترمنځ بريدونو په ځنډ سره دوام وکړ .
دورکزو ايجنسي يوه له اووه قبايلي سيمو څخه ده چې په هغو کې پاکستاني طالبان او په القاعده شبکې پورې اړوند ياغيان پټنځايونه لري .چې له دغو ځايوونو څخه په افغانانو او په لويديځو هدفونو باندې بريدونه طرحه کوي .