په وروستيو کلونوکې دخبريالانو دسر دزيان شمير په سلو کې ٥٦زيات شوى دى .
کابل باختر دوږي نولسمه :
دني ددفتر مسوول مجيب خلوتګر نن په يوه خبري غونډه کې څرګنده کړه چې د څو وروستيو کلونو په نسبت دخبريالانو دسر دزيان شمير لوړ شوى دى .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په دې خبري غونده کې چې په کابل کې جوړه شوه خلوتګر وويل چې دلنډ مهال حکومت په وخت کې په سلو کې څلور څلويښت تنه خبريالان وژل شوي و .
يعني په هرکال کې تر دريو تنو پورې خبريالان اودملي وحدت په حکومت کې دخبريالانو دسر دزيان دشمير په سلو کې ٥٦ زيات شوى دى يعني په هرکال کې ديارلس تنه خبريالان وژل کېږي چې دغه شمير دتيرو کلونو په نسبت څلور برابره زياتوالي ښيي .
ده زياته کړه چې حکومت دنده لري چې دحکومت اوخبريالانو ساتنه وکړي او دخبريالانو دساتنې لپاره ځانګړي امنيتي ځواکونه وګومارل شي .
چې دتروريستي بريدونوپه وخت کې له خبريالانوسره مرسته وکړي چې هغوى وکولاى شي دتروريستي بريدونو په وخت کې پيښې تر ژوندي خبري پوښښ لاندې ونيسي .
خلوتګر زياته کړه چې په ژوندي ډول دخبررسولو پوښښ دبيان دازادى حق دى چې دغه حق هيڅ حکومت او يا بنسټ له رسنيو څخه نه شي اخستى .
ده زياته کړه چې په دې وروستيو وختو کې په بلخ ولايت کې د خبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي له انديښنې ډک دى .
دخبريالانو لپاره ځواب ويل په حقيقت کې هيڅ شتون نه لري . په اطلاعاتو لاسرسى کم اوجعلي او له ځانه سانسور شوي اطلاعات له اندازې څخه زيات دي .
ده وويل له حکومت څخه غواړو چې درسنيو ملاتړ وکړي او رسنيو ته دمعلوماتو دوړاندې کولو زمينه برابره کړي .
ختم- ف _ اکرم