کابل / دلېندۍ ١٧مه /باختر :
په وروستيو سلوکلونوکې په افغانستان کې دهنر دتګلوري علمي اوڅېړنيز سيمينار او دهنر جشن نن داطلاعاتواوفرهنګ وزارت اودهنر د عالي شوراپه اهتمام په کابل کې جوړ شول .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې غونډه کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ اوهنر معين پوهاند محمدرسول باوري څرګنده کړه چې په دې غونډه کې دهنر دمخکښانو له اوو هنري څانګو څخه معلومات برابر کړي دي چې تېرسل کلونه رانغاړي .
هغه دغه راز دهنر دجشن دجوړولو په لاره کې دهنر دعالي شورا او د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معينيت دهڅوپه باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې دهنر عالي شورا دهنرمندانو همغږي او همکاري منعکس کوي
پوهاند باوري دهنرمندانو ترمنځ په همکارى او همغږي باندې ټينګار وکړ او ويې ويل چې دهنر دعالي شورا اوهنرمندانو له لوري يولړ کارونه اوفعاليتونه ترسره شوي دي خو په کلي توګه قانع کوونکي نه دي .
هغه زياته کړه که چېرې دبېلابېلو څانګو دهنرمندانو ترمنځ همکاري شتون ونه لري خپلې موخې ته به ونه رسېږي .
وروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمداشرف غني پيغام داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سلاکار ډاکتر طارق رشاد ولوست چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي .
((څرګنده ده چې په تېرو سلوکلونوکې دهنر سفر له لوړو اوژورو څخه ډک و ،ستاسو دغه هڅې په تېرو سلو کلونوکې بېلابېلې هنري برخې ارزوي . اوس چې تاسې دهنر دتېرو سلو کلونو دبهير دڅېړنې په منظور راټول شوي ياست ، باور لرم هغه فرصتونه مشخص کوى چې هنر په ژوندانه کې اسانتيارامنځته کړي او هم اوسني ستونزې په ډاګه کړي .
دغه راز دجمهور رييس په پيغام کې ويل شوي دي .
تاسو ته دعلمي او څېړنيز سيمنيار دبرياليتوب هيله کوم او له بلې خوا هيله لرم چې ستاسو علمي هڅې مثبتې پايلې ولري . او دهنر په برخه کې دستونزو دلرې کولو لپاره لاره اواره کړي اودهنر دپرمختګ لپاره اغيزمن وي .
دهنر دعالي شورا مرستيال تيمور شاه حکيميار هم ددې شورا دفعاليتونو په اړوند معلومات ورکړل او دهنر او هنرمندانو دلارې پرسر يې يولړپرتې ستونزې بيان کړې .
هغه ټينګار وکړ بايد دهنر په برخه کې دبې نظميو مخه ونيول شي او دهنرمندانو غوښتنو او اړتياوو ته پاملرنه وشي .
دغه راز دسيمينار علمي غونډې درييس په توګه دډاکتر محمد يوسف آصفي ، دمرستيال په توګه ،جوانشير حيدري اودمنشي په توګه دشکريې بارکزى له انتخاب وروسته په کار پيل وکړ .
په علمي غونډه کې محمود مرهون ، فضيلې ضمير ، ملالي ذکريا ،عبدالواسع نجمي ،ډاکتر محمد يوسف آصفي او تمنا توانګر په ترتيب سره په تېرو سلوکلونوکې دخپلو مقالو په وړاندې کولو سره دادبياتو ، نڅا ، موسيقۍ ، تجسمي هنرونو ، تياتر او مهندسۍ برخې وڅېړلې .
دغه راز ددې سيمينار په بهير کې دهېواد دسينمايي فعاليتونو مستند فلم چې دافغان فلم رياست برابر کړى و هم نندارې ته وړاندې شواودبېلابېلو هنري برخو په يوشمېر هنرمندانوتنديسونه او ستاين لکيونه وويشل شول .
په پاى کې دسيمينار اووه فقره ييز پريکړه ليک داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دخلکو دفرهنګ رييسې محبوبې بابه کرخيل ولوست چې په هغه کې ويل شوي دي . داوو ګونو هنرونو دحالت دتحليل په خاطر اړوندې برخې دنده لري چې په جلا جلا ډول دننګونو دلرې کولو او دهنر له اوسني حالت څخه دوتلو په خاطر ، علمي سمينيارونه جوړکړي .
دهنر دکور درامنځته کولو په باب دجمهور رييس فرمان ته تحقق ورکړى شي
دهنر ورځ دې په پرتمين ډول دهېواد په ګوت ګوټ کې ونمانځل شي اودغه راز داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دې دفرهنګ دعالي شورا دفعاليتونو دګړندى کولو په لاره کې همکاري وکړي.
دغه راز ددې سيمينار په پاى کې دملي تياتر دهنرمندانو په واسطه دتياتر ننداره د اميري همدلي ډلې په و اسطه دجامو ننداره اودموسيقۍ رياست دهنرمندانو په واسطه دموسيقۍ پارچې اجرا شوې اودملي هنرستان رياست په واسطه هنري نندارتون جوړ شو .
ختم_ ف _اکرم
1 3 دقیقې لوستل