کابل باختر د وري شپږ ويشتمه :
په هرات ولايت کې د وروستيو دريو اوونيو په بهير کې په لسګونو تنه د جنايي پيښو په اړوند نيول شوي دي .
د هرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال امين الله امين په يوه خبري غونډه کې وويل چې، د درېو اوونيو په بهير کې اووه نوي تنه د جنايي پيښو په تور د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي .
امين وويل دغه کسان د وژنې ، شوکمارۍ ، وسله والو غلاو ، ټپي کولو ، درغلۍ ، جعل او تذوير ، د نشه يي توکو د پلورنې ، وهلو او ډبولو ، دالکولي مشروباتو د لېږدونې ، دبډې داخيستنې او دکورني تاوتريخوالي د جرمونو په تور د هرات ولايت د پوليسو له خوا نيول شوي دي او د دوى نسبتي دوسيې عدلي اوقضايي بنسټونو ته لېږل شوي دي .
د امنيت آمر زياته کړه د دغو قضيو په اړوند شپږ کلاشينکوفونه او شپږ تومانچې هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي .
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال امين الله امين دغه راز وويل د غوريانو په ولسوالۍ کې د طالبانو د جلب او جذب مسوول ملا اختر چې په ده باندې د اسلام قلعه او د کهسان او غوريانو په ولسواليو کې د ترور او ماين ښخولو تور لګول شوى دى هم د غوريانو ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ دپوليسو له خوا ونيول شو . ختم- ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل