کابل باختر دتلي پنځه ويشتمه :
دتخار ولايت دورسج ولسوالۍ دپشتاب کلي دنجونو دښوونځي دودانۍ دجوړولو کار بشپړ اوګټې اخستنې ته وسپارله شوه .
دتخار ولايت دپوهنې رييس عنايت الله نويد باختراژانس ته خبر ورکړ .
دغه ودانۍ دسويدڼ هيواد له خوا په دوو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده .
يوه اړونده خبرځاى وويل په دغې ودانۍ لس مليونه افغانۍ لګيدلې چې اته درسي او پنځه اداري خوني او نور تجهيزات لکه ميزونه څوکۍ او دلابراتوار سامان الات لري .
دتخار ولايت دپوهنې رياست دمطبوعاتو مسوول منير احمد ادب وويل همدا اوس دتخار ولايت په ورسج ولسوالۍ کې دهلکانو لس ليسې دنجونو شپږ ښوونځي ، درې منځنۍ ښوونځي او ديارلس لومړنى ښوونځي دزده کوونکو پرمخ پرانستي دي او دعلم او پوهې په زده کړې بوخت دي .
0 1 دقیقه لوستل