-کابل باختر د لړم پنځلسمه :
دغزني ولايت په واغظ ولسوالۍ دوسله والو طالبانو دډلې په پروني بريد کې ددغې ډلې ديو سروګروپ په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
سيمه ئيز مقامات وايي چې وسله والو طالبانو دواغظ ولسوالۍ دنيولو په موخه په دغې ولسوالۍ په ډله ئيز بريد لاس پور ې کړ خو ددوى بريد دامنيتي ځواکونو له خوا شنډ کړى شو .
دغزني ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند ابراهيم اميري دباختراژانس خبريال ته وويل يوې ډلې وسله والو طالبانو چې شمير يې اتيا تنو ته رسيده په واغظ ولسوالۍ بريد وکړ چې په دغه ځاى کې دپوليسو له ميشتو ځواکونو سره مخامخ شول او ددوى ترمنځ جګړه ونښته .
دده دڅرګندونوله مخې وسله والو طالبانو په چاوديدونکو توکو بار يو موټر دولسوالۍ ودانۍ ته څيرمه له ځان سره ليږدولي و او غوښتل يې چې هغه وچوي چې هدف ته له رسيدو مخکې ددوى دغه بريد ناکام شو او دپوليسو له خوا وپيژندل شول او کشف شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دپوليسو کومکي ځواکونه ساحې ته رسيدلي دي او اوس وسله والو طالبانو دتيښتې لاره غوره کړې ده او حالت نورمال دى .
خبرځاى زياته کړه چې په دې نښته کې څلور تنه پوليسان ټپيان اويوبل پوليس شهيد شوى دى .
0 1 دقیقه لوستل