په هېواد کې په کرونا ویروس ۹۲ اخته کسان مړه شول

 کابل / د غبرګولي ۲۹ / باختر

د عامې روغتیا وزارت مسوولینواعلام وکړچې په تېرو ۲۴ ساعتوکې ۱۳۸۴ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د دغه وزارت د شمېرنوله مخې چې نن خپورشوی دی په تېرو۲۴ ساعتوکې په کرونا ویروس ۹۲ اخته کسان مړه شوي او ۴۹۷ تنه نور روغ شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې په هېواد کې د کرونا پرمختللی هندي ویروس په چټکۍ سره د پرمختیا په حال کې دی.

د عامې روغتیا وزارت شمېرنې ښي چې په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیل څخه تراوسه د کرونا ۱۰۱۹۰۶ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي چې له دې جملې څخه ۴۱۲۲ تنه مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست له خلکو غواړي چې روغتیايي لارښونې په جدي توګه عملي کړي.

پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته