په هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتو کې په کرونا ویروس ۳۳ تنه اخته کسان مړه شول

کابل / د غبرګولي ۱۱ / باختر
د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتوکې په کرونا ویروس د ۱۰۴۵ اخته کسانو د ثبتولو خبرورکړ.
د دغه وزارت د شمېرنوله مخې، په کرونا ویروس ۳۳ اخته کسان مړه شوي او ۱۱۲ تنه نورروغ شوي دي.
دا په داسې حال کې دی چې په هېواد کې پرمخ تللی هندي ویروس په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی او ویل کېږي چې د دغه ویروس ۴ مه څپه هم په نړۍ کې پېژندل شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت شمېرنه ښي چې په هېواد کې د کرونا ویروس له پیل څخه تراوسه ۷۴ زره ۲۶ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي چې له دې جملې څخه ۳۰۰۷ اخته کسان مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت له خلکوڅخه وغوښتل چې د دغه ویروس د خپرېدو د مخنوي په خاطر روغتیايي لارښوونې مراعات کړي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته