په هېواد کې ٨٦ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

کابل/ د چنګاښ١٠مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت اعلام وکړ چې په تېرو ٢٤ ساعتوکې ١٩٤٠ کسان په کرونا ويروس اخته شوي دي.
دهغه شمېر له مخې چې نن د دغه وزارت له خوا خپور شو په تېرو ٢٤ ساعتو کې په کرونا ويروس ٨٦ کسان مړه شول او ٩١٢ نور روغ شول.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کرونا هندي ډوله پرمختللي ويروس په چټکى سره د پراختيا په حال کې دى او ويل کېږي چې په نړۍ کې د دغه ويروس څلورمه څپه هم پېژندل شوې ده .
دعامې روغتيا وزارت شمېرني ښيي چې په هېواد کې د کرونا ويروس د خپرېدوله پيل څخه تراوسه پورې د دغه ويروس ١٢٢زره ١٥٦ مثبتې پېښې ثبتې شوي دي چې له دې جملې څخه ٥٠٤٨ کسان مړه شوي دي .
د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتي دي چې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره روغتيايي لارښوونې رعايت کړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته