په هېواد کې شپاړلس ځنځيري درملتونونه جوړيږي
کابل باختردکب دمياشتې٢٢ نيټه : په هېواد کې د لومړي ځل لپاره شپاړلس ځنځيري درملتونونه جوړيږي. دعامې روغتيا وزارت نن د دغو ځنځيري درملتونونو د جوړولو شرط پاڼه معرفي کړه . دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ دعامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز د ځنځيري درملتونو د شرط پاڼې د معرفي کولو په بهيرکې وويل ؛ چې د دغو درملتونونو د جوړولو هدف د باکيفيته درملو او په مناسبه بيه پرمختللي درملتوني خدمتونو ته لاسرسى دى. ده دغه راز زياته کړه چې د دغو درملتونو په جوړولو سره د بيو دثبات په مقصد د درملو د مارکونو د شمير د زياتوالي مخه نيول کيږي او د درملو بيه د درملو د قوطۍ پرمخ په ليکلوسره دقاچاقي او بې کيفيته درملو د واردولو مخه هم نيول کيږي . ډاکټر فيروز الدين وويل ؛ چې په انفرادي ډول د هېواد د درملتونو څيړنه ستونزمن کار دى او زيات وخت نيسي او د ځنځيري درملتونونو په جوړولو سره موږ کولاى شو چې ټول درملتونونه په ښه او منسجم ډول وڅيړو او دغه پروګرام داسې دى چې تر هرځنځير لاندې څه ناڅه پنځه سوه درملتونونه او په هرو سلو درملتونونو کې ديرش نوي درملتونونه او اوويا پخواني درملتونونه شامل دي چې د سرغړونې په وړاندې هر ځنځير دعامې روغتيا وزارت ته مسوول دى. ډاکټر فيروز وويل ؛ چې شپاړلس ځنځيري درملتونونه په راتلوونکو پنځلسو کلونو کې جوړيږ:ي . ده زياته کړه چې ټول ځنځيري درملتونونه ديو پرمختللي واحد سيستم له خوا مديريت او څېړل کيږي . دده دڅرګندونوله مخې ؛ د درملو او روغتيايي محصولاتو دتنظيم دملي ادارې په جوړولو سره بريالى شوى دى چې د هېواد په بازارونو کې د درملو دکنترول په لاره کې يو لړ اساسي بدلونونه ر امنځته کړي چې له دې جملې څخه دهېواد په مرکز او څلورو حوزوي ولايتونو کې د درملو او د روغتيايي محصولاتو دکيفيت دکنترول لپاره د معياري لابراتوارونو دبنسټ ايښودل ، له دوايي تاسيساتو څخه څيړنه او څارنه ، د درملو له قاچاقو څخه مخنيوى او د درملو او روغتيايي محصولاتو د نوعيت دثبت بهير له هغو کارونو څخه دي چې د درملودتنظيم ملي ادارې ترسره کړي دي. پاى ؛ج ذ