اقتصاد

په هېواد کې سلګونوجريبه کروندو ته اوبه برابرېږي

کابل /د زمري ٣مه / باختر
د کرنې اوبولګولو اومالدارى وزارت هلې ځلې کوي چې د افغانستان په ځينو سيموکې د سلګونو جريپه کروندو اوبه برابرې کړي .
ټاکل شوې ده د دغو کروندو اوبه د ٤٥زيرمو د جوړولو له لارې برابرې شي.
دغه زيرمې د لوګر، غزني، پکتيا، پکتيکا اود ميدان وردګو په ولايتونوکې جوړېږي.
د کرنې اوبو لګولو اومالدارى وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې ټاکل شوې ده دغه زيرمې په راتلونکو دريو مياشتوکې ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
هيله کېږي د دغو زيرمو په اخستنې سره د بزګرانو په سلګونو جريبه کروندوې خړوبه شي.
هره زيرمه له ١٥ تر ١٨ جريبه کروندې خړوبه کړي.
-سعيده _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته