خبرونهاقتصادTOPټولنه

په هېواد کې د یونیسف دفتر عمومي رئيس: یونیسف ژمن دی، چې په افغانستان کې خپل کارونه په ښه توګه مخې ته یوسي

کابل، د غوايي ۲۵مه، باختر 

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت نن د دغه وزارت له سرپرست ملا محمد یونس اخندازده سره په افغانستان کې د یونیسف دفتر له عمومي رئيس ډاکټر تاج الدین اویولي او مل پلاوي د کتنې خبر ورکړی دی. 

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د یونیسف دفتر عمومي رئيس په دغه کتنه کې ویلي؛ (زه ډیر خوشحال یم، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سره د بیارغونې په برخه کې کار کوم او مونږ دغه وزارت سره په پوره همغږي پروژې پلې کوو او هڅه کوو، چې په روان کال کې خپلې پروژې زیاتې کړو).

هغه زیاته کړې یونیسف ژمن دی، چې په افغانستان کې څو خپل کارونه په ښه توګه مخې ته یوسي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست په دغه کتنه کې ویلي: ( موږ د یونیسف دفتر له دوامدارو همکاريو څخه قدرداني کوو چې تل يې په سختو حالاتو کې له افغانانو سره خپلې لازمې مرستې کړې دي).

هغه همدارنګه د یونیسف دفتر له رئیس سره د متوازنې پراختیا  او د پروژو د پلې کولو په برخه کې د کیفیت او چټکتیا په اړه خبرې کړې دي.

هېره دې نه وي، چې دواړو لورو په دغه کتنه کې پر دوامدارو همکاریو ټینګار کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته