خبرونهروغتیا

په هېواد کې د کروناویروس ۲۸۲ نوې پېښې ثبت شوې

کابل / د لیندۍ ۳ مه / باختر
د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د کروناويروس د ۲۸۲ نويو پېښو د ثبت خبر ورکړ.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د کروناویروس د ۲۸۲ نويو پېښو په ثبت سره، په هېواد کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۴ زرو ۹۸۸ ته ورسېد.
دغه راز په ياده موده کې د ۸ تنو په مړینې سره د کووېډ-١٩ ناروغۍ د قربانیانو شمېر یو زرو ۶۹۵ او د روغ شویو کسانو شمېر ۳۵ زرو ۹۷۶ ته رسېدلی دی.
د عامې روغتيا وزارت د طبي ټولنې له غړیو متخصصانو، ډاکټرانو او د روغتيايي برخې له کارکوونکو څخه وغوښتل چې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په وخت کې د کرونا ويروس د اخته کېدو د مخنيوي په موخه دې روغتيايي ټکي په پام کې ونيسي.
د عامې روغتيا وزير د هېواد ډاکټرانو ته وويل: تاسې د کرونا د لومړۍ کرښې له مبارزينو څخه ياست، بايد له پخوا زيات خپلې روغتيا ته پاملرنه وکړئ چې خلکو ته ښه او زيات خدمتونه ترسره کړئ.
دغه راز ډاکټر عثماني وويل چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د کابينې د پرېکړې له مخې، د کروناويروس د دويمې څپې د خپرېدو د مخنيوي په خاطر د ودونو هوټلونه چې په هېواد کې د کروناويروس د خپرېدو له مهمو عواملو څخه شمېرل کېږي، د ليندۍ تر وروستۍ نېټې پورې وتړل شي.
ختم-ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته