۳۲- کابل / د مرغومي ۹ مه / باختر
د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د کروناويروس د ۱۸۳ نويو پېښو د ثبت خبر ورکړ.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د کروناویروس د ۱۸۳ نويو پېښو په ثبت سره، په هېواد کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۲ زرو ۳۳۰ ته ورسېد.
دغه راز په ياده موده کې د ۱۰ تنو په مړینې سره د کووېډ-١٩ ناروغۍ د قربانیانو شمېر ۲ زرو ۱۸۹ او د روغ شویو کسانو شمېر ۴۱ زرو ۸۰۱ ته رسېدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې په هېواد کې د کروناویروس د نویو مثبتو پېښو د ثبتولو خبر ورکوي چې د عامې روغتیا وزیرمحمد جواد عثماني ویلي دي چې په افغانستان کې له څلورو اوونیو راپدېخوا د کروناویروس دویمه څپه مخ په کمېدو ده.
پای/ ع
11 1 دقیقه لوستل