خبرونهفرهنګ

په هېواد کې د مطالعې فرهنګ د بنسټیزکولو لپاره د هراتي ځوانان هڅې

کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر

د هرات یوشمېر ځوانانو په هېواد کې د مطالعې فرهنګ د بنسټیزکېدو لپاره ولایتونو ته سفرونه پیل کړي دي.

د کتاب او د کتاب لوستلو اوونۍ په مناسبت مومني خپرندویه بنسټ خپل یو شمېر همکاران د مطالعې فرهنګ د دودولو لپاره د هرات مؤلفینو او ژباړونکو د معرفي کولو او د هراتي لیکوالو د یوشمېر آثارو د وېشلو په پار، نورو ولایتونو ته استولي دي.

د مومني انتشاراتو مسوول عبدالله مومني باخترآژانس ته وویل چې په دې اوونۍ کې د دغه سفر موخه کتاب لوستلو ته د خلکو هڅول دي.

هغه له ټولو ځوانانو غوښتنه وکړه چې په خپل ژوند کې د مطالعې لپاره ځانګړی مهال وېش جوړ کړي.

دا ځوانان چې د مطالعې فرهنګ دودولو لپاره د سفر نیت لري وايي چې موږ غواړو د ځوانانو تر منځ داسې انګیزه رامنځته کړو چې مطالعې ته وهڅېږي.

یو ځوان غلام فاروق محمودي وویل چې د هېواد ولایتونو ته زموږ د سفرموخه دا ده چې ځوانان مطالعې ته وهڅوو، ځکه فکرونه په مطالعې سره روښانه کېږي.

دغه ځوانان غواړي چې د هېواد پایتخت او شمال ولایتونو ته د مطالعې فرهنګ د بنسټیز کولو لپاره سفر وکړي.

د مطالعې فرهنګ د دودولو لپاره د مومني خپرندویه بنسټ د یو شمېرکارکوونکو سفر په داسې حال کې کېږي چې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نن د کتاب او د کتاب لوستلو اوونۍ ونمانځله.

په دې غونډه کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس کتاب او مطالعه د ټولنو د پرمختک لپاره مهمه او اساسي لاره وبلله.

ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته