خبرونهفرهنګTOP

په هېواد کې د مشاعرو د ترسره کېدو په موخه د همغږۍ په تړاو د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبرتیا

کابل، د وږي ۲۱مه، باختر 

دا چې زموږ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځينو امارتي ادارو او کلتوري ټولنو له لوري د کال په اوږدو کې مشاعرې او ادبي بهیرونه ترسره کېږي، نو د دغو مشاعرو او ادبي بهيرونو د انسجام او د منظم پلان له مخې د ترسره کېدو په پار د یادو مشاعرو او ادبي بهیرونو څخه څارنه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترنم او ترانو ریاست دنده او مسئولیت ګڼل کېږي او اړينه ده، چې هره مشاعره او ادبي بهير د دې وزارت د ترنم او ترانو ریاست سره په پوره همغږۍ کې ترسره شي.

 په همدې اساس له ټولو امارتي ادارو او کلتوري ټولنو څخه غوښتنه کېږي،  چې د مشاعرو او ادبي بهيرونو د چارو د سمون او ښه ترسره کېدو لپاره مخکې له دې، چې په خپل ولایت او اړونده اداره کې مشاعرې او ادبي بهیرونه ترسره کړي د ترنم او ترانو ریاست ته خبر ورکړي، ترڅو د یاد ریاست سره په پوره همغږۍ کې مشاعرې او ادبي بهيرونه ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته