په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د ګوزڼ د تشخیص لابراتوار پرانیستل شو
کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر
د هېواد په پلازمېنه کابل ښار کې د لومړي ځل لپاره د ګوزڼ (پوليو) د تشخیص لابراتوار پرانیستل شو.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د دغه لابراتوار د پرانیستې پر مهال وویل:”دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې د پولیو (ګوزڼ) د تشخیص لابراتوار پرانیستل کېږي، چې د يادې ناروغۍ په ژر او کره تشخیص کې اړین رول لري”.
هغه زیاته کړه، چې د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې جدي ګامونه اخیستي دي او موخه يې دا ده، چې په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې په افغانستان کې پوليو له منځه يوسي.
عباد همدارنګه وویل، چې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو ورسته د هېواد په روغتیايي سکټور کې د پام وړ بدلون راغلی او په ځانګړي ډول د لومړنیو، ثانوي او ثالثي روغتیايي خدمتونو په برخه کې او د پولیو پېښې د پخوا په پرتله کمې شوې دي او په دې برخه کې هڅې روانې دي.
په ورته وخت کې د ختیځې مدیترانې سیمې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو د برخې رئیس ډاکټر حمید جعفري د دې لابراتوار پرانیسته د پولیو د تشخیص او د له منځه وړلو په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه وګڼله او په راتلونکي کې يې د افغانستان سره د روغتیايي سکټور په برخه کې د لا ډېرو همکاريو ډاډ څرګند کړ.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د پولیو د تشخیص دغه لومړنی لابراتوار د بېل ګېټس بنسټ، روغتیا نړۍوال سازمان او د پولیو د لابراتوارونو د نړۍوالې شبکې په ملاتړ جوړ شوی دی.