ټولنه

په هېواد کې د جګړې د بندولو لپاره د بغلان د عالمانو شورا غوښتنه

کابل/باختر/ د چنګاښ لومړۍ
د بغلان د عالمانو شورا غړيو پرون د جګړې پر ختمولو او د سولې بهير پر پرمختګ ټينګار وکړ.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې د دغه ولايت د عالمانو شورا غړيو، قومي مشرانو او د ټولنې مدني فعالانو جوړه کړې وه؛ په هېواد کې د سولې بهير د پرمختګ او د جګړې او وينې توييدنې د بندولو ملاتړ وکړ او له دولت څخه يې وغوښتل چې د سولې په پرمختګ کې محتاطانه عمل وکړي او د ټولنې بېلابېل قشرونه په کې شريک کړي.
د بغلان د عالمانو شورا رييس مولوي احمد فريدون فروتن په خبرو کې له طالبانو څخه وغوښتل، هغه فرصت چې دوى ته برابر شوى دى، ترې ګټه واخلي او په هېواد کې د جګړې او وينې توييدنې په بندولو کې خپل رول ولوبوي او په دغه بهيرکې د مفاهمې له لارې د افغانستان له خلکو او دولت سره يوځاى عمل وکړي.
ختم- عطاالله -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته