ټولنه

په هېواد کې د برېښنا رسونې د طرحو د عملي کولو بهير ګړندى کېږي

کابل/باختر/ د چنګاښ لومړۍ
د افغانستان برېښنا شرکت رييس انجنير امان الله غالب په فلپين کې د آسيا پرمختيايي بانک د جنوبي  او منځني آسيا له مسوول اشوګ برګوا سره د افغانستان برېښنا پروژو د بهير د ګړندي کولو په باب خبرې وکړې.
آسيايي پرمختيايي بانګ په افغانستان کې د برېښنا څو پروژې تمويلې کړې دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د برېښنا رسونې نظام ښه والى او برېښنا ته د مشترکينو آسانه او ارزانه لاسرسى د برېښنا شرکت له لومړيتوبونو څخه دي.
د برېښنا شرکت رييس د برېښنايي ضايعاتو د کمښت په موخه د انرژۍ شرکت له مسوولينو سره چې ټاکل شوې ده د انرژۍ د څېړنې د مرکز جوړولو په برخه کې څېړنې ترسره کړي، هم وکتل.
په همدې ترتيب د برېښنا شرکت پلاوى د لمريزې برېښنا په پروژو کې د پانګونې جلبولو لپاره چې د سروبي ولسوالۍ په نغلو کې د آسيا پرمختيايي بانک په مشارکت جوړېږي؛ د انرژۍ او اوبو وزارت د معين په شتون کې هر اړخيزې خبرې وکړې.
ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته