امنیت

په هېواد کې د اوربند پر دوام د ملي دفاع وزارت لېوالتيا

 کابل / د زمري ١٣مه / باختر
سره له دې چې نن د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د اوربند موده پاى ته رسېدلې         ده، په ملي دفاع وزارت پورې اړوندو سرچينو ويلي دي چې دغه وزارت به د اوربند د رعايتولو پر دوام پابند واوسي.
د اختر په لومړۍ ورځ د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ اوربند وشو او طالبانو هغه ته د درېيو ورځو لپاره اعتبار ورکړ.
سره له دې چې د اوربند موده پاى ته رسيدلې ده، خو تراوسه د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د کومې نښتې خبر نه دى خپور شوى.
په ملي دفاع وزارت پورې اړوندې سرچينې وايي چې د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه دغه اوربند ته دوام ورکوي.
د دغه وزارت د وياند مرستيال فواد امان رسنيو ته ويلي دي: " افغان امنيتي ځواکونه پر اوربند پابند پاتې کېږي او د افغانستان خلک هم له طالبانو دغه شان هيله لري."
وسله والو طالبانو تراوسه د اوربند پر دوام څه نه دي ويلي، خو د ملي امنيت شورا ويلي دي چې دوى له بېلابېلو لارو هڅه کوي چې په هېواد کې اوربند دوام ومومي او په دې ترتيب په هېواد کې تاوتريخوالى د پام وړ کچې ته راټيټ شي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته