کابل باختر د زمري دمياشتې ١٤ :
د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيموکې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهيرکې د ١٣٨ تنو تروريستانو د وژل کيدو خبر ورکړ.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي:
په تيرو ٢٤ ساعتوکې ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سيموکې د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد ګډ او يرغليزو عمليات ترسره کړل چې له امله يې ١٣٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٧ تنه نوريې ټپيان شول.
په دغو عملياتوکې چې د ننګرهار، کاپيسا، پکتيا، پکتيکا، لوګر، خوست، غزني، روزګان، زابل، قندهار، هرات، بادغيس، بغلان، فارياب، جوزجان، بدخشان، کندز او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول، له امله يې د خوست ولايت په موسى خيلو ولسوالۍ کې٥٠ تنه ډار اچوونکي، د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې ٤٦ تنه ډار اچوونکي، د پکتيا ولايت په جاني خيلو ولسوالۍکې ٢٢ تنه ډار اچوونکي او د جوزجان ولايت په آقچې ولسوالۍ کې ١٠ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي او د مولوي عبدالرحمن په نامه د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان هم ټپي شوى دى.
دغه راز په دغو عملياتوکې چې د غزني ولايت په قره باغ او آب بند ولسواليوکې ترسره شول، له امله يې ٦ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او ٤ تنه نور يې ټپيان شوي دي. د زابل ولايت د ترنګ او جلدک په ولسواليوکې٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول. همدا راز د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې يو تن داعشي ووژل شو او د هرات ولايت په ګلران ولسوالۍ کې ٢ تنه ډار اچوونکي ټپيان شوي دي.
دغه راز د ملي دفاع وزارت،٢٠ پلان شوي چاڼيزعمليات، ٢٢ځانګړي عمليات او ٢ شپني عمليات د هېواد په ١٥ ولايتونوکې ترسره کړي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې امنيتي ځواکونو ١٠٤ هوايي بريدونه د ملي اردو د ځواکونو په ملاتړ ترسره کړي او د دښمن په ځالو يې اتلس ګوزارونه کړي دي .
0 1 دقیقه لوستل