کابل باختر د وږي لسمه : په افغانستان کې د شري د واکسين کمپاين نن پيل شو . ټاکل شوې ده په دې کمپاين کې له نهه مياشتنى څخه تر لس کلنی پورې ۱۳ ميليونه ۸۰۰ زره تنه ماشومان د دغې خطرناکې ناروغۍ په وړاندې واکسين شي. د دغه کمپاين تطبيق به په هېوادکې درې مياشتې وخت ونيسي. د عامې روغتيا وزارت مقامات وايي چې دغه کمپاين لومړى دهېواد له اوولسو ولايتونو څخه پيل او بيا په ټول هېوادکې تطبيقيږي . د شري ناروغۍ داسې يوه ناروغي ده چې هغه ته د نه پاملرنې او نه درملنې په صورت کې کيداى شي د مړينې سبب شي . په افغانستان کې د شري ناروغۍ له امله د ماشومانو د مړينې کچه په سلو کې ۹۰ زياتوالی ښيي . د وړاندې شويو شمېرنو له مخې: تېرکال ۶۸ تنه ماشومان په افغانستان کې د شري ناروغۍ له امله مړه شوي دي . په داسې حال کې چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتوکې د دغې ناروغۍ له امله دمړينې شمېر ۵۸ مواردو ته رسيدلى دى. ويل کيږي په لسګونو زره تنه ماشومان دهېواد په ځينو سيموکې د ډار اچوونکو ډلو د ګواښونو په دليل د شري ناروغۍ په وړاندې له واکسين څخه بې برخې شوي دي . د افغانستان د عامې روغتيا وزارت له طالبانو او نورو ډار اچوونکو ډلو څخه غوښتي دي چې د شري واکسين د تطبيق مخه و نه نيسي . له بله پلوه د عامې روغتيا وزارت له کورنيو څخه غوښتي دي چې له نهه مياشتنى څخه تر لس کلنی پورې خپل ماشومان د شري ناروغۍ په وړاندې واکسين کړي . ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل