په هيوادکې د ماشومانو د فلج پرخلاف نوى زرقي واکسين معرفي شو

کابل باختر دتلي اتمه
دعامې روغتيا وزارت نن دپوليو دناروغى پرخلاف دنوي واکسين تطبيق پيل کړ.
د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي: دغه واکسين په زرقي ډول له يوکلنى څخه ښکته په يو مليون تنو ماشومانو تطبيقيږي او له دې لارې کولاى شوو په هيوادکې د ماشومانو د فلج د ناروغۍ د ټغر د راټولولو بهير ګړندى کړو .
د باختر آژانس د خبريال دخبر له مخې:
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اندراګاندي د ماشوم د روغتيا په انستيتوت کې جوړه شوه؛ د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز نوي واکسين معرفي کړ او څرګنده يې کړه چې اغيزمنتوب يې په سلوکې له ٩٠ څخه تر ٩٥ پورې دى او په هيوادکې د ماشومانو د فلج د ناروغۍ د له منځه وړلو بهير ګړندي کوي .
ډاکتر فيروز الدين وويل چې د ماشومانو د فلج پرخلاف د نوي واکسين د تطبيق کار سر له نن څخه په ټول هيواد کې پيل شو او کورنۍ دې بايد په دې پوه شي چې د اهميت له مخې يې د دوى له يوکلن څخه ښکته ماشومان د دغه پروګرام د اهميت له مخې بې برخې نه شي .
ده وويل: د دغه واکسين هر (دوز) ٧ ډالره او٥٠ سنټه ارزښت لري او په دې پروګرام ټاکل شوې ده له يوکلنى څخه ښکته يو مليون تنه ماشومان واکسين شي.
ډاکتر فيروز الدين فيروز يادونه وکړه چې دغه پړاو د پوليو پرخلاف د دغه وزارت د مبارزې د پروګرامونو يوه برخه ده او دغه راز د واکسين نوبتي تطبيق د خولې له لارې ترسره کيږي او ميندې او پلرونه دې بايد د زرقي واکسين دتطبيق تر څنګ خپلو ماشومانو ته خوراکي واکسينونه هم په پام کې ونيسي.
ده وويل: د پوليو زرقي واکسين په ټولو روغتيايي مرکزونو او کلينيکونوکې عملي کيږي .
په دې غونډه کې په افغانستان کې د نړۍ د روغتيايي سازمان مسوول ډاکتر ريچارد او د يونيسف د ادارې استازي ډاکتر ريک هم خبرې وکړې او د ماشومانو د فلج د ناروغۍ پرخلاف د مبارزې د بهير د ګړندي کولو لپاره يې د دغه نوي واکسين تطبيق ارزښتناک وباله .
دغه راز دوى په افغانستان کې له پوليو سره د مبارزې په کارکې د خپلو ادارو همکاري څرګنده کړه .
د يادونې وړ ده چې د روان کال په بهيرکې په افغانستان کې د پوليو ١٢نوې پيښې ثبتې شوې دي او د نړۍ د هيوادونو ترمنځ (پاکستان او افغانستان) هغه دوه هيوادونه دي چې لا تراوسه پورې د پوليو ويروس پکې شته .
د واکسين د نړيوال ايتلاف رييس ډاکتر (سيت برکلى) وايي: تر هغه وخته پورې چې د ماشومانو د فلج ناروغي د نړۍ په يوه سيمه کې شتون ولري؛ په ټوله نړۍ کې د هغې د بيا خپريدو خطر متصور دى.