کابل باخترد لړم د مياشتې ١٢ :
دکونړ ولايت په مربوطاتو کې تيره شپه ٣٦ تنه ډاراچوونکي دامنيتي ځواکونوپه هوايي بريد کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي : د امنيتي ځواکونو د هغو توپچي اوهوايي ګوزارونو له امله چې دکونړ ولايت د دانګام اواسمارولسواليو په مربوطاتو کې دتروريستانو په مرکزونو ترسره شول له امله شپږ تنه طالبان ددانګا م په ولسوالۍ کې او ديرش تنه نور د اسمارپه ولسوالۍ کې ووژل شول او دکونړ ولايت په اسمارولسوالۍ په کوچي بانده کلي کې دامان الله په نامه دطالبانو ديوه مشهور قوماندان يوه قرارګاه په بشپړه توګه ويجاړه او له منځه تللې ده .
ديوبل خبرله مخې : دنورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کې ددولت له وسله والو مخالفينوسره په يوه نښته کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول چې دهغوى دوه مړي دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.
0 1 دقیقه لوستل