په هوايي بريد کې ديوه قوماندان په ګډون د١٦تنه طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٧ :
په کندز ولايت کې تيره شپه  د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ١٦ تنه طالبان  ووژل شول.
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول  دباخترآژانس خبريال ته وويل :   چې بې پيلوټه الوتکې دچهاردرې  ولسوالۍ د قوش تيپې  ساحه کې   د طالبانو په دوو وسايطو بريدونه وکړل چې له امله يې دملاجنت ګل په ګډون ١٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او  دهغوى وسايط  هم  له منځه تللي دي.
ويل کيږي چې طالبانو ددغې ولسوالۍ يوې بلې سيمې ته دتللو نيت درلود چې بريد پرې وشو.
خو دکندز دولايتي شورا يوه غړي ادعاکړې ده  چې په دغو عملياتو کې څوارلس  تنه  تښتول شوې سپرلۍ هم وژلې شوې   دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته