سیاست

په هند کې د الوتکې د پېښې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

-کابل /دزمري ١٨مه / باختر:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني د هند هوايي شرکت د الوتکې پر پېښه چې د کیرالا ایالت په هوايي ډګر کې د ناستې پر مهال د شدید اورښت له امله له ځغاستلیکې ووته او یو شمېر مسافر پکې مړه او ټپیان شول، سخت خواشینی شو.
دجمهوررييس دوياند دفترباختراژانس ته خبرورکړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس پر دغې پېښې او د هغې پر ځاني تلفاتو د خواشینۍ څرګندولو پر مهال وویل، د افغانستان حکومت او خلک، د دوست هیواد هند د خلکو په درد او غم کې ځان شریک بولي.
جمهورريیس غني د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د دوست هیواد هند حکومت او خلکو او د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي.#
پاى-ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته