نړۍ

په هند کې دسخت تودخې له امله دسلګونو تنووژل کيدل .

نوي ديلي  باختر د غبرګولي  څلورمه :
دهند په جنوبي ايالاتو کې دسختې ګرمۍ  اودتودوبادانو دچليدو له امله څه ناڅه  دوه سوه ديرش تنه وژل شوي دي .
باختراژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ. دروان کال دوري دمياشتې له وروستيو  وختو  څخه تراوسه پورې دهند په جنوبي ايالاتو کې دتودوخې ددرجې دلوړوالي له امله څه ناڅه دوه سوه ديرش تنه وژل شوي دي .
دهند په اندرا پرديش ايالت کې دقربانيانو شمير دتيرې اوونۍ په بهيرکې  سلو تنو ته رسيدلى دى .  ويل کيږي چې په دغه ايالت کې دتودوخي  درجه دسانتي ګراد په کچه اته څلويښتو درجو ته رسيدلې ده .
دعامې روغتيا مامورينوداحتياطي  اقداماتو په مقصد ابلاغ کړى دى چې خلک دى دغرمې په شاوخوا کې له خپلو کورونوڅخه ونه وځي چې دلمر دمستقيمې  وړانګې  اودتودوبادونوله خطر سره مخامخ نه شي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته