په هندکې دتوپان له امله اته تنه ووژل شول
نوي ډيلي ډان باختر دتلې دمياشتې ٢١ :
دهندپه ختيځ کې دسخت توپان دچليدو له امله څه ناڅه اته تنه ووژل شول .
دډان دخبري سايټ دخبرله مخې : مرستندويو کارګرانو په توپان کې دبند پاتې شويو کسانو دژغورنې لپاره له هليکوپترونو ، الوتکو او بيړيو څخه کار اخيستي دى.
دجاپان په کيوشو ټاپو کې په نورو توپانونو او بړبړکيو کې چې داوکيناوا له جنوبي ټاپو څخه له تيريدو وروسته جاپان ته ورسيدل څه ناڅه اووه ديرش تنه ټپيان شول او ددغه هېواد مامورينو يوسلو پنځوسو زرو تنو ته سپارښتنه وکړه
چې له خپلو کورونو څخه دې ووځي .
ددغه توپان دچليدو له امله دجاپان په کيو شوى ټاپو کې دروزنې او دالوتکو دالوتنې خدمتونه ګډوډشوي دي او دجاپان دهواپوهنې ادارې وويل چې کيداى شي دغه توپان ترسبا پورې دتوکيو ښار ته ورسيږي.
په هند کې توپان دهند دختيځو سواحلو دنږدې درې سوه کيلومترو دساحې
دويجاړتيا سبب شوى دى او په ځينو سيمو کې دبريښنا دخدمتونو بهير هم ګډوډ شوى دى او څه ناڅه څلور سوه زره تنه داندراپراديش ايالت په ساحلي سيمو کې له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شوي دي.
دهند سمندر چې دتوپان يوه توده سيمه ده پنځه ديرش وژونکي توپانونه پکې
چليدلي دي اوپه تاريخ کې ثبت شوي دي .
په ١٩٩٩ ميلادي کال کې دهند داوريسا ايالت په ساحلي کرښه کې دسخت توپان دچليدوله امله څه ناڅه لس زره تنه وو ژل شول.