په هملند کې ګڼ شمېر وسلې او نظامي تجهیزات نیول شوي
کابل، د کب ۱۲مه، باختر
د هلمند ولايت د امنيې قومندانۍ اړوند د ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت مسوولینو له لوري ۲۴ ميله وسلې او نظامي تجهيزات نيول شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني وايي چې تېرې يوې اوونۍ په لړ کې د ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت مسوولینو په مرکز لښکرګاه سربېره ګرشک او نادعلي ولسواليو کې ۷ کلاشنکوفونه، ۶ ايم ۱۶، ۹ تومانچې، یوه پيکا، یو نښه ويشتونکی درازنوف، ۴۷ بېلابېل شاجرونه او ۱۴۰۰ نورې بېلابېلې مرمۍ نيول شوې دي.
نوموړي زیاته کړه چې دغه وسلې او نظامي تجهيزات د یو شمېر کسانو له لوري په کورونو کې په غیرقانوني ډول ساتل کېدلې چې د کشفي راپورونو پر اساس ونیول شوې.
د یادونې وړ ده چې د هلمند امنیه قومندانۍ ټولو هېوادوالو ته ډاډ ور کوي چي چاته به اجازه ور نه کړي څو غیر قانوني وسلې او نظامي تجهیزات وساتي.