په هلمند کې ۵۲۰ کېلو ګرامه نشه یي توکي نیول شوي دي

کابل، د سلواغې ۳۰مه، باختر

د هلمند امنیې قومندانۍ مسوولین د دغه ولایت په خانشین او مارجې ولسوالیو کې د ۵۲۰ کیلو ګرامه نشه یي توکو د نیولو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت خانشین او مارجې ولسوالیو کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو ۳ تنه د ۵۲۰ کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.

هېره دې نه وي چې د نیول شویو کسانو دوسیې به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته