خبرونهټولنه

په هلمند کې ۵۰۰ کورنیو نغده مرسته ترلاسه کړه

– کابل، د غبرګولي ۲۶ مه، باختر

د هلمند د کډوالو چارو ریاست د (UNHCR) موسسې په مالي مالاتړ په دغه ولایت کې د مرکز او ولسوالیو پر ۵۰۰ اړمنو کورنیو نغده مرسته ووېشله. یادې کورنۍ پخوا سروې شوې وې.

د یاد ولایت د کډوالو چارو رییس مولوي الله داد انقیادي وايي، چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۴۲۰ امریکايي ډالر ووېشل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو څخه بیا تر اوسه په دغه ولایت کې له  دیرش زرو اړمنو کورنیو سره نغدي، خوراکي او د غیر خوراکي توکو مرسته شوې ده.

په ورته وخت کې مرسته شوې کورنۍ وايي، چې په دې سختو شرایطو کې باید نړیوال افغانستان هیر نه کړي، پر بشري مرستو سربېره له دې هیواد سره پرمختیايي مرستې هم وکړي، چې خلک کار پیدا کړي او پر ځان بسیا شي.

د یادونې وړ ده چې د هلمند په بېلابېلو سیمو کې د مرستو د ویش بهیر پیل شوی دی او لا هم هڅه کېږي، چې دغه مرستې په پوره شفافیت سره تر مستحقو کورنیو ورسېږي.

س.صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته